تاسو د ادغام د زده کړو د بهیر د ځانګړو برخو پیسې ورکوئ. ستاسې د لومړي ملاقات پر مهال یو کارکوونکی تاسو سره ستاسو د انفرادي حالت په.
د لومړي ملاقات پر مهال تاسو ته د پیسو ورکولو د معافیت په اړه معلومات درکول کیږي.
د ادغام پروسه په بروکسل کې وړیا ده.
د ادغام د زده کړو د بهیر نرخونه څه دي؟
د ادغام د زده کړو بهیر | مصرف |
---|---|
انفرادي لارښوونه | €0 |
د ټولنیز ادغام زده کړو او آزموینه | €180 (د 1 ازموینې په ګډون) |
د هالنډي ژبې زده کړو او آزمونه | €180 (د 1 ازموینې په ګډون) |
د کارموندنې لارښوونه | €0 |
د ټولنیزګډون پروګرام | €0 |
پام وکړئ.
- آیا په آزموینه کې بریالي نه شوئ؟ اوآیا آزموینه بیا ورکوئ؟ د آزموینو لپاره به بیا پیسې ورکوئ.
- د هالنډي ژبې د زده کړو لپاره باید کتابونه واخلئ. د یو ښوونځي د کتابونو نرخ د بل ښوونځي له نرخ سره توپیر لري.
آیا تاسو پوښتنې لرئ یا غواړئ د ادغام د زده کړو د بهیر په هکله نور وپوهیږئ؟
تاسو زموږ له یو کارکوونکي څخه نور مالومات ترلاسه کولی شئ چې ستاسو په ژبه غږیږي یا په داسې يوه ژبه غږیږي چې تاسو ورباندې پوهیږئ.
د مرکې لپاره وخت وټاکئ