په بهرني هیواد کې دې ډیپلوم اخستی او خوښه دې ده چې دلته یې معادل کړې؟ د ادغام اداره د مدغمیدو د بهیر د تړون له لاسلیکولو پس تر دریو کلونو پورې د ډیپلوم د معادلولو په جریان کې درته لارښوونه کوي.
د ډیپلوم معادلول څه دي؟
د ډیپلوم د معادلولو مراحل دا ټاکي چې ستاسې بهرنی ډیپلوم په بلجیم کې څومره ارزښت لري (د بلجیم د تعلیمي سیستم په پرتله).
ولې د ډیپلوم معادلول؟
د ډیپلوم معادل له تاسې سره ستاسې د مسلکي موخو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي. ممکن خوښه دې وي چې کومه ځانګړې دنده سر ته ورسوې، نورې زده کړې وکړې، یوه حرفوي یا مسلکي روزنه ومومې او یا خپل کاروبار پیل کړې؟
په ځینو مواردو کې د ډیپلوم معادلول جبري دي. داسې چې تاسې باید یو پیژندل شوی ډیپلوم ولرئ چې د یوې دولتي دندې جوګه واوسئ یا ځینې ځانګړې دندې سر ته ورسوې( د مثال په توګه ډاکټر، نرس، مهندس، ښوونکی، وکیل....)
د ډیپلوم معادلول یوازینۍ لاره ده چې خپلې مسلکي موخې عملي کړم؟
نه. د یو ډیپلوم معادلول هر وخت اړین نه وي. دلته نورې لارې هم شته چې خپلې وړتیاوې وښیې او خپلې موخې عملي کړې. د ډیپلوم د معادلولو د چارې یو متخصص تا سره په ګډه ګوري چې د ډیپلوم معادلول غوره دي که نه.
ته غواړې چې ډیپلوم دې معادل کړې؟
زموږ د ډیپلوم د معادلولو د برخې متخصص درسره په دې برخه کې مرسته کوي.
تاسو د مدغمیدو تړون لاسلیک کړی دی؟
د خپل بهیر له لارښوده وغواړئ چې د ډیپلوم د معادلولو له یو متخصص سره درته د کتنې وخت واخلي.
تاسو لا د مدغمیدو تړون نه دی لاسلیک کړی او په فلاندرن کې اوسیږئ؟
بیا نو په خپل ګاونډ کې زموږ له دفتر سره د کتنې وخت واخله
تاسو لا د مدغمیدو تړون نه دی لاسلیک کړی او په بروسل کې اوسیږئ؟
په بروسل کې موږ د فرانسوي ژبې د ساحو له اوسیدونکو سره د والونیه فیدراسیون – بروکسل له لارې او د ندرلاندي ژبې د ساحو له اوسیدونکو سره د ناریک – فلاندرن د ادارې له لوری مرسته کوو.
که تاسې له اکتیریس سره نوملیکنه کړې وي، په دې پته د کتنې وخت واخلئ: diploma@bon.be
که تاسې له اکتیریس سره نوملیکنه نه وي کړي، کولی شئ د بون ادارې له لارې د کتنې وخت واخلئ.
د ډیپلوم د معادلولو په اړه نور پوهیدل غواړئ؟
یوځل د mijndiploma.be ویبسایټ ته لاړ شئ او یا د ناریک فلاندرن بریښنايي لوکټ ( E-Loket van NARIC-Vlaandereren ) ته ورشئ. دواړه ویبسایټونه په ندرلاندي، فرانسوي او انګلیسي ژبو کې شته.
ته دا هم کولی شې چې په خپل ګاونډ کې زموږ له دفتر سره د کتنې وخت واخلې.
ګویتم: ( ما له ډیره وخته غوښتل چې خپل ډیپلوم معادل کړم او خوشاله یم چې قدم مې واخست، په ځینو اسنادو پوهیدنه سخته وه، ځکه چې ندرلاندي مې دومره ښه نه وه، خو مننه له لارښوونې چې راته وشوه، هر څه په سمه توګه وړاندې لاړل، زه اوس د روغتیا د یو مسلکي په توګه د استوګنې د پاملرنې په یو مرکز کې کار کوم.
Goitom
الیونا: ( ما په مالدیف کې اقتصاد لوستی، د خپل خاوند په مشوره مې فیصله وکړه چې خپل ډیپلوم معادل کړم. خو د یو ټوله-ورځ صفاکارې او د یو وړوکی ماشوم په درلودلو سره مې ډیر وخت نه درلود. نو ځکه زه ډیره خوشاله وم چې د دې جریان لپاره مې لارښوونه حاصله کړه، یو ډیپلوم ډیرې دروازې پرانیزي، د ډیپلوم د معادلیدو له امله مې ډیر ژر وکولی شو چې د کورونو د معاملاتو په دفتر کې دنده ترلاسه کړم.
Aliona